د خوست د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر وتړل شو

خوست کې د ځېنو نوماندانو څارونکیو او ملاتړو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر دروازه ځکه وتړله چې وایي، له لږ شمېر ناپاکو رایو سره دې زیاتې پاکې رایې نه باطلېږي.

یو معترض نقیب سیال دعوه کوي چې ځېنو د کمو رایو والا نوماندانو د فشار له امله کمېسیون ټولې رایې باطلوي. دوی ادعا کوي چې په‌دې چاره کې هغه وکیلان لاس لري چې کمې رایې یې وړې‌ دي.

خو د ځېنو نورو نوماندانو پلویانو له ډلې اکبرجان یاسیني وایي، هغه رایې چې له نوم‌لړ او بایومتریک پرته صندوقونو ته اچول شوي؛ باید باطلې شي.

خو د خوست د ټاکنیزو شکایتونو څېړنې کمیسېون مشر عبدالله انصاري وایي چې دوی د خپل مرکزي دفتر له لارښوونې سره سم له هر نوماند سره د لس رایو همکاري کولی شي.

خوست کې د ولسي جرګې ۵ څوکیو له‌پاره د دوو ښځینه‌وو په ګډون ۵۵ کسانو ځانونه نومولي دي.

د ځېنو خوستوالو په خبره، ډېر کله هغه نوماندان او ملاتړي یې د ټاکنو کمېسون سره لانجې کوي چې کمې رایې یې وړې وي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام