له هلمنده د ولسي جرګې نوماند جبار قهرمان په چاودنه کې ووژل شو

د هلمند ولایت چارواکي وايي چې د ولسي جرګې نوماند عبدالجبار قهرمان د ټاکنیز دفتر په څوکۍ کې ځای پرځای شويو چاودېدونکيو چاودنه کړې‌ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل چې د ښاغلي قهرمان په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي‌دي.

دا پېښه نن سهار ۹ نیمې بجې پېښه شوې‌.

ښاغلی ځواک د ولسي جرګې د دې نوماند روغتیايي وضعیت وخیم بولي.

خو د پېښې عیني شاهدان وايي چې په‌دې چاودنه کې د جبار قهرمان په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي‌دي.

امنیتي سرچینو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ولسمشر محمداشرف غنی د دې تروریستی برید د غندنې پرمهال وویل، شهید قهرمان د افغانستان صادق او زړور بچی و چې تل یې د هېواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ ملی فکر او نه ستړې کېدونکې هڅې کولې. تروریستان او د دوی ملاتړی د وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره د ټاکنو په سوله‌ییز، ملي او ولسواک بهیر زموږ د خلکو باور نه‌شي کمزوری کولی.

ولسمشر مسوولانو ته د شهید عبدالجبار قهرمان د ټاکنیز کمپاین په دفتر کې د رامنځته شوې پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د عاملینو د مجازات او د  ټاکنیزو کمپاینونو د غونډو د لا ښه امنیت لارښوونه وکړه.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته د یوې خبرپاڼې له لارې د جبار قهرمان وژل د دوی کار وګڼلو.

ښاغلی قهرمان د ولسي جرګې غړی، په نظامي چارو کې د ولسمشر مشاور، د هلمند ولایت د امنیتي حالاتو د کابو کولو له‌پاره ځانګړی قوماندان  او اوس د ولسي جرګې بیاځلي ټاکنو ته خپلواک نوماند و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام