
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون په مرکزي دفتر کې سبا د استینافي شکایتونو د څېړنې بهیر پلېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی قطبالدین رویدار وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړو په اړه په مرکز کې ۶ زره او ۳۰۰ استینافي شکایتونه ثبت شوي دي.
د رویدار په خبره، پر وخت د شکایتونو د څېړلو لپاره د شکایتونو کمېسیون پرېکړه کړې چې د دغه کمېسیون د یو شمېر ولایتي دفترونو کارکوونکي د کمېسیون مرکزي دفتر ته راشي.
خو پوښتنه دا ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دا توان لري چې په ټاکلې قانوني موده کې پرېکړه وکړي؟ کمېسیون په دې برخه کې ځواب نه لري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ځینې شکایتونه د استثنايي شکایتونو په نوم تصنیف کړي چې د دغه کمېسیون د غړیو په خبره، په چټکۍ سره یې د استثنايي شکایتونو د څېړلو په موخه استینافي شکایتونه پر کټګوریو وېشلي دي.

استینافي شکایتونو ته د رسېدو پړاو په رارسېدو دوو مخکښو ټاکنیزو مخکښو ټیمونو چې څه موده غلي وو، بیا د تورونو او کنایو سنګر نیولی دی.
د ثبات او همپالنې او دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیمونه پر یو بل د ټاکنو د بیاشمېرنې بهیر په تخریب او د ناقانوني فشارونو پر راوړلو تورنوي.
د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم ویاند فریدون خوځون وايي، دولت جوړوونکی ټیم هڅه کوي چې له هرې ناقانونه لارې کار واخلي او پر کمېسیون فشار راوړي.
خو د محمداشرف غني په مشري د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم ویاند جاوېد غفور وايي، د ثبات او همپالنې ټیم هڅه کوي چې د شکایتونو د څېړلو پروسه وځنډوي چې په وینا یې، دا کار یې نور د افغانانو لپاره د منلو نه دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړو له مخې، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۵ زره او ۳۱۶ محلونه باید بیا وشمېرل شي. دا د دواړو ټاکنیزو ډلو ترمنځ مهم اختلافي ټکی دی.
د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم وايي، هغه محلونه چې شمېرل شوي، بیا دې نه شمېرل کېږي، خو د ثبات او همپالنې ټیم یې پر بیا شمېرنې ټینګار کوي.





