
په تخار کې د ولسي جرګې ټاکنو معترضو نوماندانو او د هغوی پلویانو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو او حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول، نن سهار د والي دفتر مخې ته پرلت پیل کړ.
معترض نوماندان سیدجلیل سیدزاده او فیضالله بېک وايي، د دغه ولایت په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او باید د یاد ولایت د ټاکنو ولایتي دفتر مسوولانو د ګوښه او سزا ورکولو ترڅنګ، د تخار بایومټریک شوې رایې له نورو هغو بېلې شي.
دوی پر خلکو غږ کوي چې د تخار څو کسانو د خلکو پر رایو معاملې کړي او تر هغې یې چې خپل حقونه ترلاسه کړي نه وي، خپلو اعتراضونو ته دې دوام ورکړي.
د تخار معترضو نوماندانو له څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د ټاکنیزو کمېسیونونو ولایتي دفترونه هم تړلي دي.

خو د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، دوی د معترضو نوماندانو په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړی او حکومتي ادارې د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې لاس وهلی نهشي.
په تېرو شل ورځو کې دا درېیم ځل دی چې د تخار معترض نوماندان اعتراض کوي او خبرداری ورکوي، که غوښتنو ته یې پام و نهشي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.





