پروان کې د یوه نوماند ټاکنیز کمپاین مخنیوی

ولسي جرګې ته د پروان ولایت یو نوماند میررحمان رحماني وايي، ناپېژنده وسله‌والو یې د کمپاین تبلیغاتي پاڼې شکولي او کمپاینران یې هم ګواښلي دي.

د نوموړي په وینا، ۳ ناپېژندو وسله‌والو چې په یوه کرولا ډوله موټر کې سپاره وو، نن له غرمې مخکې د دې ولایت جبل‌السراج ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ده د کمپاین مخه ونیوله او کمپاینران یې هم وګواښل.

رحماني زیاتوي، موضوع یې د سیمې له امنیتي ځواکونو سره شریکه کړې او هغوی هم منلې چې ناپېژندو کسانو د ده د کمپاین مخه نیولې ده. د رحماني په وینا، یوشمېر کسان خلکو ته پیسې ورکوي چې د ده د کمپاین مخه ونیسي.

په همدې حال کې د پروان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفتر د څارنې او ارزونې مسوول رحیم ابراهیمي وايي، تراوسه ورته په‌دې اړه شکایت شوی نه‌دی، خو په وینا یې که ورته شکایت وشي، دوی به یاده موضوع چې د ټاکنو قانون له مخې ټاکنیزه تخطي ده، وڅېړي.

د ټاکنو کمېسیون د تېرې جمعې په ورځ نوماندانو ته د ټاکنیز کمپاین کولو رسمي اجازه ورکړه او نوماندانوو هم په خپلو ولایتونو او سیمو کې خپلې ټاکنیزې مبارزې پیل کړې. نوماندان باید خپل ټاکنیز کمپاینونه د ټاکنو قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې او د ټاکنیزو اصولو په پام کې نیولو سره وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام