
د ولسي جرګې ټاکنو ته ۳ورځې پاتې دي؛ خو د تخار د دشتکلا ولسوالۍ اوسېدونکي له رایېاچوونې محروم دي.
له تخاره ولسي جرګې ته نوماند نصرتالله صدیقي وایې، اوس چې د ټاکنو تر سره کېدو ته کمې ورځې پاتې دي؛ په تخار کې د ټاکنو کمېسیون چارواکي وایې چې په دشتکلا ولسوالۍ کې ټاکنې نهشي کېدلی.
د ښاغلي صدیقي به خبره، د دشتکلا ولسوالۍ څه باندې ۹ زره تنه اوسېدونکي ـ چې د ټاکنو لهپاره یې نوملیکنه کړې ـ په ټاکنو کې برخه نهشي اخېستلی. دی ادعا کوي چې په یاده ولسوالۍ کې هېڅ امنیتي ستونزه نهشته.
کله چې طالبانو د دشتکلا ولسوالي ونیوله؛ د رایو اچوونکیو د ثبت کتابونه یې و سوځول چې له همدې پېښې وروسته دا پرېکړه ونیول شوه.

په تخار کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر رییس وکیلنور احمد حنیفي د دشتکلا ولسوالۍ د اوسېدونکیو د برخلیک په اړه وايي چې دوی د رایو اچوونکیو د فهرست له مخې کار کوي او پهدې برخه کې قانون لومړیتوب ګڼي. د ده په خبره، دوی هڅه کوي چې د لېست له مخې مخکې لاړ شي چې درغلي ونهشي.
په تخار کې د مدني بنسټونو د شبکه مشر منیر هدف وایي چې د ټاکنو کمېسیون ولایتي مسوولانو او امنیتي ارګانونو د دې لهپاره چې وګړي یې له سیاسي حقه محروم کړيدي، باید مجازات شي.
په تخار کې امنیتي چارواکي وایي چې د دشتکلا ولسوالۍ د رایېاچوونې له ۱۱ مرکزونو ۶ هغه یې امن دي او کیدای شي په هغو کې ټاکنې وشي.
هاغه مهال چې د رایو اچوونکیو د نوم لیکنې کتابونه وسوځېدل؛ په تخار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر وویل چې د دشتکلا ولسوالۍ اوسېدونکیو ته حللاره لټوي چې د رایېاچوونې له حقه محروم نهشي.





