
د باغېس ولایت د جوند ولسوالۍ تراجي، جلايي او الله یار سیمو اوسېدونکي وايي، نږدې ۱۵ زرو کسانو په یادو سیمو کې د ټاکنو لهپاره نوملیکنه کړې، خو تراوسه ورته ټاکنیز توکي لېږل شوي نهدي.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي احمدجان سلاموطندار ته وویل، د بادغېس جوند ولسوالۍ کې د رایاچونې ۱۴ سایټونه په پام کې نیول شوي چې ۴ یې د ولسوالۍ په مرکز او پاتې نور یې په یادو ۳ ولسوالیو کې دي.
نوموړی زیاتوي، سیمې یې امن دي او اوسېدونکي یې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت خپله نیسي.

په همدې حال کې د بادغېس د والي ویاند جمشېد شهابي وايي، د بادغېس والي څو شېبې مخکې د یادو سیمو له استازو او مشرانو سره ولیدل او پرېکړه وشوه چې د هوا له لارې دې یادو سیمو ته ټاکنیز توکي ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي ادارو مسوولانو تېره ورځ خبر ورکړ چې د ټاکنو ورځې امنیت ټینګښت لهپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی او ۵۰ زره امنیتي سرتېري به د یادې ورځې امنیت ونیسي.





