
ولسمشر محمداشرف غني نن د ولسمشري ټاکنو امنیت او په هغو کې د چارواکیو لاسوهنې مخنيوي په اړه دوه جلا جلا فرمانونه صادر کړل.
د ارګ خبرپاڼې لیکلي چې ولسمشر محمداشرف غني د یو فرمان په ترڅ کې د ملي دفاع اوکورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت لوی ریاست ته امر کړی چې د راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو ښه امنیت ونیسي.
دغه راز، ولسمشر غني په یو بل فرمان کې یادو امنیتي او دفاعي بنسټونو ته امر کړی چې د ټاکنو په ورځ هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له وسلو سره د ټاکنو مرکزونو ته ننوزي او په ټاکنو کې دې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
ورته مطالب:
ولسمشر غني د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه توشیح کړه
د حکومت په لاس د ټاکنو قانون تعدیل، د ټاکنو بهیر کې لاسوهنه ګڼل کېږي
د ټاکنیزو کمېسونونو ټول غړي ګوښه شول
پهدې فرمان کې ویل شوي، دولتي کارکوونکي دې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د دایمي او موقتې ګومارنې نه دې ډډه وکړي او همدارنګه دولتي ماموران دې له خپلې دندې نه د یو نوماند په ګټه یا تاوان استفاده کولو نه ځان وژغوري.
پهدې فرمان کې ټینګار شوی چې د ولسمشرۍ نوماندان دې د پروژو پرانیستغونډو او یا نورو مراسمو ته نه بلل کېږي.
په دواړو فرمانونو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو په کلکه غوښتل شوي چې ټاکنیزو کمېسیونونو ته د کار خوندي چاپیریال برابر کړي.
ټاکل شوې د ولسمشري ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۹ نېټه ترسره شي.
پرون افغان ولسمشر اشرف غني د ټاکنو قانون کې بدلون راوست او له هغه ووروسته یې د یو فرمان په صادرولو سره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو مشران او غړي له دندو ګوښه کړل.





