د ولسمشر غني د لوړې مراسم د مارچ په نهمه جوړېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم چې ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ جوړ شي، ځنډېدلي او د راتلونکې مارچ میاشتې په نهمه نېټه به جوړ شي.

خلیلزاد د بهرنیو چارو وزارت د دغه اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي، د ټاکنو پروسه پای ته رسېدلې او د ټاکنو کمېسیون محمداشرف غني ګټونکی اعلان کړی او نور افغان مشران هم باید دا ډاډ ورکړي چې نوی حکومت به ټول‌شموله وي.

له هغه وروسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنو وروستۍ پایله اعلان او محمداشرف غني یې د دغو ټاکنو ګټونکی وباله، د کمېسیون دا اعلان د نورو ټاکنیزو ډلو له غبرګون سره مخ شو او د ثبات او همپالنې ټیم عبدالله عبدالله خو ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

محمداشرف غني څو ورځې وړاندې یو پلاوی وګوماره چې د ده د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی ونیسي او ټاکل شوې وه چې پنجشنبې په ورځ جوړ شي، خو د راپورونو له مخې، د لوړې مراسمو نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د لاسلیک لپاره د امریکا په مستقیمه غوښتنه ځنډول شوې ده.

 

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه اعلامیه کې ویلي، یاد مراسم په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو، د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت د کمي او د مراسمو لپاره د لا ډیر تخنیکي چمتووالي نیولو له امله د کب میاشتې ۱۹مې ته ځنډول شوي دي.

په ورته وخت کې امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې له افغان حکومت نه مننه کړې چې د لوړې مراسم یې ځنډولي دي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، افغان سياستوال دې د اساسي قانون خلاف د موازي حکومت د جوړولو په ګډون له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې هېواد بې‌ثباته کوي؛ ځکه د افغانستان ملي حاکمیت او یووالی زیانمنوي.

خو د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون سلاموطندار ته وویل، اوس هوکړه‌ شوې چې ټول لوري باید د سولې په اړه ګډ کار وکړي. د نوموړي په وینا، تر راتلونکیو پنځلس ورځو پورې یې ټاکنیز موضوعات ځنډولي دي.

بله‌خوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان په اړه په یوه تازه بیان کې ویلي، له داسې اقداماتو دې ډډه وشي چې کړکېچ لا پسې زیاتوي او سیاسي ثبات تر پوښتنې لاندې راولي.

په بیان کې راغلي، اوس یې وخت دی چې مسوول سیاسي لوري سره یو او د سولې پر پروسې تمرکز وکړي.

د ناټو په اعلامیې کې لیکل شوي چې ناټو سازمان به د اوږدې مودې لپاره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې د روانې فبروري میاشتې په ۲۹مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک او بیا بین‌الافغاني خبرو اترو ته لار هواره شي.

اړوند مطالب:

د محمد اشرف غني د تحلیف مراسم وځنډېدل

د سیاسي کړکېچ هوارولو لپاره هڅې لاهم روانې دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام