جان بس: د ټاکنو کمېسیون باید په کلیدي مواردو تمرکز وکړي

په کابل کې د امریکا متحده ایالت سفیر جان بس په یو ټویټر کې لیکلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د موثرو او پر وخت ټاکنو په اړه په مهمو او کلیدو مواردو تمرکز وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی کړی. دې خبرپاڼې ولسي جرګې ته د وړ نوماندانو بریالتوب د ټاکنیزو شکایتونو او د افغانستان د دیموکراتيک بهیر لاسته‌راوړنه بللې ده.

د امریکا سفارت په ټاکنو کمېسیون ټینګار وارد کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو له‌پاره د بودیجې د غوښتلو پر هغمږۍ، مناسبو طرحو او د ټاکنو د ورځې له‌پاره له اوسه د کافي کارکوونکیو په ګورمارلو او روزلو تمرکز وکړي.

له‌دې سره هم‌مهاله د امریکا سفارت په سپټمبر میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو نه د ملاتړ خبر ورکوي او وايي چې افغانان د ټاکنو له لارې د خپل مشر د ټاکلو وړتیا لري.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په ۶م نېټه وشي.

ورته مطالب:

د ولسمشرۍ یوشمېر نوماندان: اوسنی حکومت د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته نه منو

ناټو د ټاکنو لپاره د ورو او پېچلي چمتووالي په اړه اندېښنه لري

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام