
شاوخوا درې اوونۍ مخکې لویې څارنوالۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي له ممنوعالخروجولو وروسته، د دې کمېسیونونو د غړیو دوسیو څېړل پیل کړل.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشیدرسولي نن سلاموطندار ته وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړیو دوسیې په جدي توګه د څېړلو په حال کې دي او د دې کمېسیونونو د مشرانو په ګډون ټولو غړیو نه یې څېړنې کېږي.
که څه هم ښاغلی رسولي دې برخې کې ډېر جزییات نه ورکوي؛ خو وايي، د لویې څارنوالۍ د څېړنو لومړی پړاو بشپړ شویدی.
د ښاغلي رسولي په وینا، د لویې څارنوالي د ګومارل شوي پلاوي د څېړنو بهیر له پشپړېدلو وروسته د څېړنو پایلې به رسنیو سره شریکې شي.
د میزان په ۲۸مه ټاکنو کې د تقلب او فساد تورونو په اړه د شخړو له زیاتېدلو وروسته، ولسمشر غني د یو فرمان لهمخې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران او غړي بېواکه کړل.
څو ساعته وروسته لویې څارنوالۍ هم دوی ممنوعالخروج اعلان کړل د او لګول شویو تورونو څېړنې لهپاره یې یو پلاوی وګومارلو؛ خو لکه څنګه چې تمه کېده دغه څېړنې هغسې په چټکۍ سره مخ ته نهدي تللي او لا هم د څېړنو پایلې خلکو سره نهدي شریکې شوې.
ورته مطالب:
د ټاکنیزو جرمونو په تړاو د ۲۳۰ تنو تورنو کسانو پېژندل
«پر ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د فساد تور»
د ټاکنیزو کمېسونونو ټول غړي ګوښه شول





