
ارګ وايي، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به هرو مرو په خپل وخت کېږي.
والسټرېټ ژورنال خبر ورکړی چې اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې پر دې بحث کېږي چې ایا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ په اړه پر افغان حکومت فشار راوړي او کهنه؟
والسټرېټ ژورنال د ځینو امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې یاد شوي نهدي لیکي، د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته د خپل سفر پرمهال له افغان سیاستوالو سره هم شریکه کړې ده.
ژورنال زیاتوي، دغه موضوع به د وسلهوالو طالبانو هڅونې لهپاره هغوی ته وړاندې شي او دا به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیل لومړنۍ لړۍ وي، خو ویلي یې دي چې د زلمي خلیلزاد دفتر د یادې موضوع په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
په راپور کې لیکل شوي، ټاکل شوې خلیلزاد راتلونکې اوونۍ یو ځل بیا په قطر یا دوبۍ کې یوشمېر طالبان استازو سره هم پهدې اړه وګوري.
خو افغان حکومت د دغه راپور په اړه توند غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، افغان حکومت ژمن دی چې د اساسي قانون له مخې ولسمشريزې ټاکنې پر ټاکلې نېټه وکړي او باور لري چې یادې ټاکنې بدیل هم نهلري.
بلخوا د سولې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دینمحمد وايي، افغانان باید پهدې اړه پرېکړه وکړي. نوموړی زیاتوي، که دا موضوع د سولې له بهیر سره مرسته کوي، پهکار ده چې وڅېړل شی او دا د افغانانو په ګټه ده.
د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد تر ګومارل کېدو وروسته داسې ګنګوسې دي چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو نه څنډې ته شوی دی.
د ټاکنو کمېسیون ولسمشریزو ټاکنو لهپاره تیاری نیسي
ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکي کال وري میاشتې په ۳۱مه وشي

بلخوا داسې ښکاري چې روسان هم هڅه کوي چې د افغانستان کړکېچ ته حللار ولټوي.
د افغانستان لهپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پهدې وروستیو کې ویلي، طالبان حق لري چې خپلې غوښتنې مطرح او لهپاره یې هڅې وکړي. د نوموړي په وینا، لوېدیځ په افغانستان کې ماتې خوړلې او روسیه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه بېتفاوته پاتې کېدای نهشي.
داسې ښکاري چې امریکا او روسیه د افغان کشالې د حل برخه کې له یو بل سره سخته سیالي کوي او دواړه لوري له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو اترو لهپاره هڅې کوي، خو وبه لیدل شي چې دا هڅې څه پایله لري.





