
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د قانون له مخې د ولسي جرګې هغه نوماندان جریمه کېږي چې په مجموع رایو کې یې له ۲ سلنو نه کمې رایې وړې وي.
د دې کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابرهیمي وايي، هغو نوماندانو چې له ۲سلنو کمې رایې وړې وي؛ ۳۰ زره افغانۍ جریمه کېږي او دا له هغو پیسو کسر کېږي چې نوماندانو پخوا د ضمانت په ډول له کمېسیون سره اېښې وې.
د ده په خبره، هغو نوماندانو چې له مجموع رایو نه یې ۲ سلنه نه ډېرې رایې وړې وي؛ نه جریمه کېږي او د ضمانت په ډول اېښې پیسې یې بېرته ورکول کېږي.
د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه وشول؛ خو پهدې ټاکنو کې د پراخو درغلیو له امله لا هم د څوو ولایتونو وروستي پایلې نهدې اعلان شوي.
ورته مطالب
د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو کمېشنرانو لوړه وکړه
د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړیو د دوسیو څېړلو د لومړۍ مرحلې پای
د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې نه باطلېږي





