.jpg)
له لوګر ولایته ولسي جرګې ته یوشمېر نوماندان وايي، ځینې نوماندان د ټاکنیزو مبارزو پرمهال دولتي امکانات کاروي.
که څه هم د افغانستان اساسي قانون له مخې نوماندان په ټاکنیزو کمپاینونو کې دولتي امکانات کارولی نهشي، خو د لوګر ولایت نوماندان عبدالرازق خان او غازي احمدزی نیوکه کوي چې دولتي مسوولان له ځینو نوماندانو سره همکاري کوي او دولتي امکانات یې په واک کې ورکوي.
په همدې حال کې له یاد ولایته ولسي جرګې ته نوماندان محمداصف نبيزی او سیدمحمدصدیق حسنزاده هم وايي چې دولتي امکانات د یوشمېر نوماندانو په ګټه کارېږي.
دوی له ولسمشر او د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه غواړي، هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې دولتي امکانات د ځانګړو نوماندانو په ګټه کاروي.
لوګر کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مسوولان د یادو ادعاوو په اړه څه نه وايي، خو د دې ولایت د والي ویاند شمشاد لاروی وايي، هر دولتي مامور چې له خپل صلاحیت نه په ګټې اخیستو، په ټاکنیزو کمپاینونو کې لاسوهنه وکړي یا هم دولتي امکانات د ځانګړي نوماند په واک کې ورکړي، عدلي او قضايي ادارو ته به یې وروپېژني.
نوموړي له معترضو نوماندانو وغوښتل چې پهدې اړه کره سندونه دوی ته وسپاري.
د روان کال د تلې میاشتې په ۶مه د ولسي جرګې نوماندانو ټاکنیزې مبارزې په رسمي ډول پیل شوې او له ټاکنو دوه ورځې مخکې به پای ته ورسېږي.





