
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شاوخوا شل ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د رایې اچونې د یوشمېر محلونو نوملړ استولی و چې بیاشمېرنې او تفتیش ته اړتیا لري، خو د ټاکنو کمېسیون یې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې وه.
اوس د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چې تر اوسه یې د مکتوب ځواب نه دی ورکړل شوی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبېحالله سادات سلاموطندار ته وویل چې د شکایتونو کمېسیون په ور استول شوي نوملړ کې یوشمېر تخنیکي ستونزې وې.
د هغه په وینا، د ټاکنو کمېسیون د محلونو په شمېر کې بدلون، د ځینو هغو محلونو بیاځلي شمېرلو چې رایې یې یو ځل مخکې هم شمېرل شوې وې او ځینو نورو مواردو په اړه له شکایتونو کمېسیون نه د وضاحت غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

خو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس چمنشاه اعتمادي وایي، د شکایتونو کمېسیون څو ځله د یاد مکتوب ځواب د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ور استولی او په وینا یې، د محلونو د بیاشمېرنې مسوولیت د ټاکنو کمېسیون دی.
د یادونې ده چی له قانوني پلوه د رایو بیاشمېرل به د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې تر اعلان وروسته کېږی او د ټا کنو خپلواک کمېسیون وایي چې دوی دې چارې ته چمتووالی لري.
خو دا چې د ټاکنو د دواړو کمېسیونونو ترمنځ د نه همغږۍ، نه همکارۍ او لږېدلیو تورونو لامل څه دی؟ هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.
اړوند مطالب:
د شکایتونو کمېسیون د ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو په اړه راتلونکې اوونۍ پرېکړه کوي





