د کابل د رایو له بیا شمېرلو د مدني فعالانو ملاتړ

 

یوشمېر مدني بنسټونو، کابل ښاریانو او د سیاسي ګوندونو استازیو نن د یوې غونډې په جوړولو د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د رایو بیاشمېرلو پروسې د پیل ملاتړ وکړ.

یاد بنسټونه د رایو بیاشمېرلو پروسې د ملاتړ ترڅنګ د دې پروسې پر روڼتیا او د کمېسیونو د مسوولانو له لوري په‌کې پر نه لاس‌وهلو ټینګار کوي.

مدني فعال مهدي مدبر پر ټاکنیزو کمېسیونو غږ کوي چې ژر تر ژره د کابل په ګډون، د ټولو ولایتونو پایلې اعلان کړي او افغانان تر دې زیات په تمه نه‌کړي.

دغه راز د غونډې ګډونوالو د پرېکړه‌لیک په یوه برخه کې لیکل شوي چې په بشپړې روڼتیا سره د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو اعلان به په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو له پراخ ګډون سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څو ورځې وړاندې د کابل ولایت د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو له کبله د دغه ولایت سل سلنه رایې باطلې اعلان کړي، خو د ټاکنو کمېسیون د یاد کمېسیون پرېکړه احساساتي او ناقانونه وبلله.

تر دې وروسته په کابل کې د ولسي جرګې ټاکنو د رایو سرنوشت په اړه د حکومت او دواړو کمېسیونو په ګډه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د شکایتونو کمېسیون له خپلې پرېکړې شاتګ وکړ او د ټاکنو کمېسیون یې دوه ورځې وړاندې د بیاشمېرلو خبر ورکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام