
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمیسیون غړي وايي، په ټول هېواد کې د ولایتونو په کچه شکایتونو ته د رسېدنې بهیر د نن شپې تر ناوخته پای ته رسېږي.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمیسیون غړی قطب الدین رویدار وايي، د استینافي شکایتونو د ثبت بهیر هم پیل شوی او تر اوسه نږدې پنځه سوه استینافي شکایتونه له دې بنسټ سره ثبت شوي دي.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمیسیون شمېرې ښيي چې شکایتونو ته د رسېدنې په پایله کې د نږدې پنځه زره محلونو رایې بیا شمېرنې ته اړتیا لري.
له دې سره سره ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمیسیون سبا په یوه رسمي غونډه کې د دې بنسټ د ولایتي دفترونو له پرېکړو سره شکایتونو ته د رسېدنې جزیات خپروي.





