کامې کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال ځانمرګي برید ۱۳ وژلي او ۴۲ تنه یې ټپیان کړي

نن د ورځې شاوخوا یوه نیمه بجه د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې له دغه ولایته ولسي جرګې ته د نوماند عبدالناصر مومند په کمپایني غونډه کې ځانمرګی برید شوی‌دی.

ویل شوي، د برید پر مهال نوماند ناصرخان دفتر کې نه و؛ خو تر یوې لنډې غونډې وروسته د ډوډۍ پر مهال ځانمرګي بریدګر د سلګونو کسانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د پېښې عیني شاهدان وايي، دا زوروره چاودنه د کمپایني غونډې د لسګونو ګډونوالو په منځ کې د ډوډۍ پرمهال شوې‌ده.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، دې پېښې کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه ټپيان‌ دي.

دی وايي، د پېښې ډېری قربانیان د پاخه عمر کسان دي.

هاخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل سلام وطندار ته ویلي، له یادې پېښې د کامې ځايي او د جلال‌اباد حوزوي روغتون ته ۱۳ جسدونه او ۴۲ ټپيان وړل شوي‌دي چې دم‌ګړۍ د ټپیانو درملنه روانه ده.

هغه وايي، د پېښې د ځېنو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

عیني شاهدان وايي، یاده پېښه کې د ناصرخان مومند د کمپاین مشر پتنګ خان هم وژل شوی؛ خو رسمي سرچینو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

دا په ختیځو ولایتونو کې پر کمپایني غونډو لومړی او د هېواد په کچه دویم برید دی.

وړمه ورځ خوست کې هم د یوه نوماند غونډه کې چاودنه شوې‌وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام