د کندهار په دوو ولسوالیو کې ټاکنې نه کېږي

د کندهار معروف او نېش ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د یادو ولسوالیو هېڅ اوسېدونکي په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون له‌پاره نوملیکنه کړې نه‌ده.

دوی وايي، د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي د نوملیکنې پرمهال معروف او نېش ولسوالیو ته ورغلي نه‌دي او حکومت، په ځانګړي ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د یادو ولسوالیو اوسېدونکیو ته په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره قانوني لار ولټوي.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي شریف‌الله او محمد‌الله چې د اعتراض په توګه کندهار ښار ته راغلي وايي، په ټاکنو کې ګډون ته لېواله دي او حکومت، په ځانګړي ډول د ټاکنو کمېسیون باید ورته د ګډون اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې د کندهار د بشري حقونو پلویان او مدني فعالان هم په‌دې اړه اندېښنه ښيي او وايي چې د ټاکنو کمېسیون باید د یادو ولسوالیو اوسېدونکیو ته په ټاکنو کې د ګډون قانوني لار ولټوي چې دوی هم د نورو هېوادوالو په څېر له خپل قانوني حقه ګټه واخلي.

دوی پر وسله‌والو طالبانو هم غږ کوي چې په ملي پروسو کې د خلکو د ګډون مخه ونه نیسي.

خو کندهار کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مرستیال هارون کلیوال وايي، په معروف او نېش ولسوالیو کې د ټاکنو له‌پاره نوملیکنه شوې نه‌ده او همدا لامل دی چې په یادو ولسوالیو کې به د ټاکنو په ورځ ټاکنیز مرکزونه هم تړلي وي.

د نوموړي په وینا، د یادو ولسوالیو ترڅنګ د کندهار ۶ نورې ولسوالۍ؛ لکه: ښوراوک، رېګستان، خاکرېز، میانشین، غورک او شاه‌وليکوټ ولسوالیو کې هم د امنیتي ګواښونو له کبله د ټاکنو پروسه ټکنۍ او د خلکو ګډون هم کم‌رنګه شي.

په کندهار کې ټول‌ټال ۱۱۲ کسان د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند شوي چې ۱۳ یې ښځینه دي چې د دوی له ډلې به ۸ نارینه او ۳ ښځینه د ولسي جرګې غړیتوب ترلاسه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام