نن تر غرمې وروسته شاوخوا ۲ بجې د هلمند ولايت لښکرګاه ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سولې څلورلارې ته څېرمه ولسي جرګې ته د يو نوماند صالحمحمد اڅکزي پر دفتر ځانمرګی بريد شوی چې د ياد نوماند په ګډون ۸ تنه پهکې ووژل شول او۱۱ تنه نور یې ټپيان کړل.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته د صالحمحمد اڅکزي وژنه تایید نهکړه؛ خو په یاد ځانمرګي برید کې یې د ۸ ملکيانو وژل کېدل او د یاد نوماند په ګډون د ۱۰ تنو نورو ټپي کېدل تایید کړل.
یوي امنیتي سرچینې بیا د نوم ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې د ولسې جرګي نوماند صالحمحمد اڅګزې پهخبله هم په یاد ځانمرګي برید کې وژل شویدی.

د هلمند والي تورنجنرال محمدياسين خان په يوې خبرپاڼې کې دغه پېښه د نوماند صالحمحمد اڅکزي او نورو ملکیانو وژنه په کلکه غندلې او دا يې د ولسواکۍ او بشر ضد جنايت بللی دی. هغه کشفي ادارو ته امر کړی چې پېښه هر اړخيزه وڅېړي.
تر اوسه د دې ځانمرګي برید مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې پرغاړه نهدی اخېستی.
هلمند کې درې ورځې مخکې هم له دې ولایته ولسې جرګې ته پر یو نوماند باندې چاودنه وشوه چې ۴ تنو ته پهکي مرګژوبله واوښته.





