
محمداشرف غني د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړه. غني په ټاکنو کمېسیون کې تر نوملیکنې وروسته یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې له یوې څلور کسیزې ډلې سره د غازي اماناللهخان د فعالیتونو نیمګړي فصل د بشپړولو لپاره بیا د ټاکنیزې مبارزې ډګر ته راوتلی دی.
امرالله صالح او سرور دانش د ولسمشر لومړی او دویم مرستیالان دي، خو څلورم کس ورسره محمدیوسف غضنفر دی چې د ازبک قوم په استازیتوب به په یاده ډله کې شامل وي.
اشرف غني خپلې «دولت جوړوونکې» ډلې ته په اشارې وايي، یوازې یو ژمن دولت کولای شي د افغانانو باور خپل کړي. نوموړی ټینګار کوي چې قوي دولت فرد محوره نه، بلکې د پیاوړیو او قانونمندو بنسټونو لرونکی دولت دی.
محمداشرف غني وايي، حکومت به یې د خپلو فعالیتونو او کارونو په اړه خلکو ته ځواب وايي. نوموړی ټینګار کوي چې سوله یې په هېواد کې موخه ده چې لپاره یې قربانۍ ته هم تیار دی، خو دې هدف ته د رسېدو لپاره به د امینتي ځواکونو پر سره هېڅ ډول معامله و نهکړي او نه یې هم لپاره چاته زارۍ کوي.
ښاغلي غني بېوزلي د افغانستان تر ټولو ستر قوم یاد کړ او د لوږې پای ته رسول یې هم خپل شعار وباله.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له افغانانو وغوښتل چې په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او په ښه توګه هېواد له بحرانه وباسي.
په همدې حال کې د محمداشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې د دولت جوړونې او د یوه ځواب ویونکي او پر روڼتیا ولاړ دولت جوړولو لپاره له نوموړي سره یوځای شوی دی.

د نوموړي په وینا، له دې ډلې سره ځګه یوځای شوی چې خلک د سړک پر سر او سمتي عدالت نه وژغوري او له نظم تېښتې ته د پای ټکی کېږدي.
صالح له خلکو او نظام سره د ځینو چارواکیو د ناوړه چلن پای ته رسول او د یوې سالمې ادارې جوړول د غني له ډلې سره د صالح د یوځای کېدو نور دلایل یاد کړل.
بلهخوا د محمداشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وویل چې افغانستان اوس له بحرانه د وتلو په لسیزه کې دی او د دوی ډلې هم د همدې لپاره د ټاکنیزې مبارزې ډګر ته را دانګلي دي.
نوموړي زیاته کړه چې څلور کاله مخکې یې یو بحران وهلی هېواد ورته پاتې شو او دوی پهدې موده کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي. دانش وايي، هېڅ حکومت د دوی د حکومت په څېر له ګڼو ستونزو سره سره دومره لاسته راوړنې نهدي لرلې.
سرور دانش وايي، د یوه باثباته هېواد جوړولو لپاره ستونزې په مخ کې دي، خو د دوی ډله د یادو ستونزو حل ته ژمنه ده.
محمدیوسف غضنفر چې د راپورونو له مخې، په راتلونکي حکومت کې به د ولسمشر ځانګړی استازی وي، هم په یاده غونډه کې د غني له ډلې ملاتړ اعلان کړ.
دا په داسې حال کې ده چې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم نن له غرمې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړه.





