شنونکي: د ټاکنو د پایلو په اړه لانجو نړيوال چوپ کړي

د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلانه چې محمد اشرف غني یې ګټونکی اعلان شو، شاوخوا ۲۴ ساعتونه تېرېږي، خو د ملګروملتونو په ګډون لا هم د کوم هېواد له لوري د مبارکۍ یا د ټاکنو د پایلو اعلان په اړه کوم پیغام نه دی خپور شوی.

د چارو کتونکی حکمت شهباز وایي، د ټاکنو د پایلو په اړه د ثبات او همپالنې ټیم غبرګون او د ټاکنو د پایلو نه منل، لامل شوي چې د ټاکنو د پایلو په اړه د مبارکۍ پیغامونه خپاره نه‌شي.

د شهباز په وینا، ملګري ملتونه او د نورو هېوادونو مشران نه غواړي چې پر دوی د افغانستان د ټاکنو په اړه ناسم تورونه ولګول شي او یا هم کابل کې د دوی د سفارتونو پر وړاندې اعتراضونه وشي، نو له دې کبله ښايي د وضعیت تر ښه کېدو پورې کوم پیغام ور نه کړي.

خو د چارو بل کتونکی محب الله شریف بیا وایي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه نړیواله اجماع وه او د هغوی استازيو هم د ټاکنیزو کمیسیونونو بهیرونو کې برخه اخیسته، خو دا چې د ټاکنو پایلو په اړه یې تر اوسه خپل ډیپلوماټيک دریځ نه دی څرګند کړی، لامل یې ښایي دا وي چې دوی به یوه جوړجاړي رامنځ ته کېدو ته په تمه وي، ترڅو وروسته بیا د جنجال لامل نه شي.

د هغه په وینا، په دې اړه هڅې روانې دي او دا ستونزه به حل شي.

دا داسې مهال دی چې د ټاکنو کمیسیون تېر ماښام محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو د پایلو نه منلو اعلان وکړ.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله وویل، ټاکنې دوی ګټلي او ډېر ژر به ټولشموله حکومت جوړ کړي.

په دې تړاو:

غني د ټاکنو ګټونکی اعلان شو

جمعیت ګوند عبدالله د «درغلي‌کوونکیو پر وړاندې» اقدام ته راوباله

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام