
یو شمېر معترضو نوماندانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنو د بیا کولو غوښتنه وکړه.
دوی د حکومت له لوري د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیو ګوښه کول یو ښه ګام بولي؛ ځکه په وینا یې یاد کسان پر پراخو درغلیو او ټاکنیزو سرغړونو تورن وو.
معترض نوماند صالحمحمد سلجوقي وايي، پر سترو او ملي بهیرونو د خلکو باور خپلولو لپاره باید په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې لغوه اعلان او بیا ټاکنې وشي.
په همدې حال کې یوه بله معترضه نومانده شکېبا هاشمي وايي، د ولسي جرګې د ۸۰ نویو غړیو باورلیکونه چې د ټاکنو کمېسیون له لوري ورکړل شوي، د باور وړ نهدي؛ ځکه په وینا یې د یاد کمېسیون کمېشنران په ټاکنو کې د پراخو درغلیو په تور له دندو ګوښه شول. د نوموړې په وینا، د یادو کمېشنرانو ټولې پرېکړې هم باطلې دي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، که څه هم د ولسي جرګې په ټاکنو کې ستونزې وې، خو په دې کچه هم نه وې چې له کبله یې باید د ټول هېواد د ټاکنو پایلې باطلې اعلان شي. د نوموړي په وینا، دا غوښتنه بېّځایه او د منلو نهده.
«په کابل کې دې د ولسي جرګې ټاکنې بیا وشي»
ټاکنې؛ اختلافونه درغلۍ او سیاسي لاسوهنې ته زمینه برابروي
ټاکنې پای ته ورسېدې؛ ۴۵ سلنو په شرایطو برابرو کسانو رایه ورکړه

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په اته ویشتمه او نهه ویشتمه وشوې، د معترضو نوماندانو او خلکو له نیوکو او اعتراضونو سره مخ شوې.
که څه هم له یادو ټاکنو نږدې څلور میاشتې تېرېږي، خو لا هم په ټول هېواد کې د ټاکنو وروستۍ پایلې نهدي اعلان شوي.





