په ټاکنو کمېسیون کې بې‌غوري؛ هغه «بې‌اودسه لمونځ» چې مولانا عبدالله یاد کړی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه کمېشنر مولانا محمد عبدالله پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د بېلابېلو لاملونو له مخې ونه توانېدل چې د ولسمشري ټاکنو ته د رای‌ورکوونکیو د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر لپاره تبلیغاتي پروګرام ولري.

دغه کمېشنر لیکلي چې له عامه پوهاوي پرته د تقویتي نوم‌لیکنې عملیات د بې‌اودسه لمانځه په شان دی.

د فیفا او ټیفا مسوولان هم وايي چې ټنبلي، د بېلابېلو پړاوونو لپاره د ځانګړي پلان نشتوالی، کمزورتیا او مدیریتي وړتیاوو تشه هغه لاملونه دي چې عبدالله یې یادونه کړې ده.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وایي چې په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ځانګړي پروګرام نشتوالی، جوړښتي ګډوډي، نه همغږي او ځان‌محوري هغه لاملونه دي چې د دغه کمېسیون د تبلیغاتي کړنلارې مخه یې ډب کړې ده.

د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا رییس نعیم ایوب‌زاده هم د کاري ظرفیت، وړتیا، ټاکنیزې تجربې او مدیریت نشتوالی او پر هېواد واکمن سیاسي چاپېریال د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کاري بهیر د ګډوډي لاملونه بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس ګلاجان عبدالبدېع صیاد بیا د تقویتي نوم‌لیکنې لپاره د تبلیغاتي پروګرام نشتوالي لامل، اقتصادي ګڼي.

نوموړی وایي، نړیوالو ډونرانو او افغان دولت پر وخت د ټاکنو بودیجه نه‌ده ورکړې چې کمېسیون یې څو ځله یادونه هم کړې ده.

ومو غوښتل چې په‌دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.

د ولسمشري ټاکنو ته د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر د غبرګولي پر ۱۸مه د شنبې په ورځ پیل او د چنګاښ تر اتمې به روان وي.

سره له دې چې د دغه بهیر له پیله ۴ ورځې تېرېږي، خو د راپورونو له مخې، د نوم‌لیکنې مرکزونو ته لږ کسان ورغلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام