
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پرېکړو او تطبیقاتو او دغه راز د رایې ورکونې د محلونو ځانګړی تفتیش پیلېږي.
د یاد کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، سبا به ۳۰۰ زره لانجمنو رايو بيا شمېرنه او ځانګړی تفتيش پيل شي او د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیونه یې غوښتنه کړې ده چې د رایې شمېرنې پروسې څار لپاره دې خپل ناظرین ورولېږي.
ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل که چېرې يې غوښتنو ته رسېدنه ونه شي د ټاکنو وروستۍ پايلې نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو له کېدو شاوخوا پنځه مياشتې تېرېږي خو د ټاکنو کميسيون لا تر اوسه په دې نه دی بريالی شوی چې وروستۍ پايلې اعلان کړي.
په دې تړاو:





