
د ټاکنو خپلواک کمېسیون څو شېبې مخکې د کابل د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د دې کمېسیون د اعلان لهمخې، د ۳۳ مخکښو نوماندانو نومونه په لاندې ډول دي:
اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه، فدامحمد الفت، احمدجاوید جیحون، رمضان بشردوست، خانآغا رضایي، امیرگل شاهین، غلامحسین ناصري، ملامحمد جان احمدي، اللهگل مجاهد، میرامان الله گذر، سیدمحمد محمدي، خانمحمد وردک، قاضي میرافغان صافی، اجمل گلاب، احمدضیا عظیمي شینوزاده، عبیدالله کلیمزی وردک، توفیق وحدت، حفیظالله جلیلي، محمدفرهاد صدیقي، انورخان اوریاخېل، زړگی حبیبي، حبیبالرحمان سیاف، عبدالصمد ستانکزی، فاطمه نظري، مرسل نبيزاده، شینکۍ کړوخېل، روبینا جلالي، فوزیه ناصریار گلدرهیي، مریم سما، سلیمه نیکبین، زهره نوروزۍ او نظیفه ذکي هغه نوماندان دي چې په لومړني نوملړ کې یې ډېرې رایې وړې دي.
د یادونې ده چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې کابل وروستی ولایت و چې د لومړنیو پایلو اعلان یې تر یو څه ځنډ وروسته نن اعلان شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکیو د دې ځنډ علت ځېنې فشارونه ګڼي.





