خلیلي: موږ بغاوت نه‌ دی کړی؛ د درغلي پر وړاندې ولاړ یو

د اسلامي وحدت ګوند مشر د ټاکنو وروستۍ پایله له درغلیو ډکه بولي او وايي، خلک د کمېسیون د دې پرېکړې پر وړاندې ولاړ دي او چا ته به اجازه ور نه کړي چې په تقلبي رایو واک وچلوي.

کریم خلیلي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، افغانانو تمه لرله چې د ولسمشري ټاکنې د ولسي جرګې له هغو ښې وشي، خو د عامه تمې پر خلاف په دغو ټاکنو کې هم درغلي وشوه.

خلیلي د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم له لوري د «ټول‌شموله» حکومت ملاتړ وکړ او ویې ویل چې پر خپلې پرېکړې به ودرېږي. نوموړي د یاد حکومت د ملاتړ لامل د درغليو پر وړاندې درېدل په ګوته کړل.

نوموړي د ولسمشري ټاکنو د پایلې پر باطلولو ټینګار وکړ او ټینګار یې وکړې چې له دې پرته به یو ټول‌شموله حکومت جوړ او هېڅوک به یې مخه ونیسي.

هغه د نړیوالو بنسټونو پر مانا لرونکې چوپتیا نیوکه وکړه او ویې ویل چې نړیوالو بنسټونو څرنګه چې د ولسي جرګې ټاکنو په تړاو دریځ غوره کړی و، د ولسمشري هغو په تړاو یې هم غوره کړی دی.

خلیلي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ټاکنو د پایلې پر وړاندې ودرېږي او په وینا یې، موږ بغاوت نه دی کړی او یوازې د درغلیو پر وړاندې ولاړ یو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پنځه میاشتني ځنډ وروسته د سه‌شنبې په ورځ محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د نوموړي رقیب عبدالله عبدالله دا پایله ونه منله او ویې ویل چې د ثبات او همپالنې ټیم به یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام