.jpg)
د پکتیا یو شمېر معترض نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په فساد او درغلۍ تورنوي.
دوی چې نن په کابل کې د دغه کمېسیون مخې ته اعتراض کړی و وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دوی شکایتونه سم نه دي څېړلي، پاکې رایې یې له ناپاکو هغو نه دي بېلې کړي او دغه راز یې پر سر معامله کړې ده.
معترض نوماندان ښایستهجان احدي او محمدامین شرافت وايي، تر هغې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ور نهکړي، کارکوونکيو ته به یې کمېسیون ته د ننوتلو اجازه ور نهکړي.
د دوی په وینا، د کمېسیون غړیو له هغو کسانو سره د ځمکو په غصب او زوراکۍ تورن دي، معامله کړې، پیسې یې ترې اخیستي او د پیسو په بدل کې یې رایې ورته ډېرې کړي چې دوی یې سندونه هم لري.
دغه معترض نوماندان ګواښ کوي، که شکایتونه یې و نه څېړل شي، نه یوازې په پکتیا کې به د ولسمشرۍ ټاکنې تحریم کړو، بلکې ټاکنیزو کمېسیونونو ته به هم د فعالیت اجازه ور نهکړو.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند عليرضا روحاني دا تورونه بېبنسټه بولي او وايي، د کمېسیون پرېکړې وروستۍ دي او که دوی رښتیا سندونه لري، له قانوني لارو چارو دې دا موضوع وڅاري.
پکتیا کې معترضو نوماندانو د رایشمېرنې بهیر درولی
د ولسي جرګې ټاکنو په اړه د شکایتونو څېړلو لړۍ پیل شوې
د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې لانجې رسنیزې شوې

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ولسي جرګې معترضو نوماندانو او د هغو پلویانو د ټاکنیزو کمېسیونونو پر وړاندې اعتراضیه غونډې او لاریونونه کړي وو.





