
د افغانستان لویې څارنوالۍ چارواکي وايي چې د ټاکنیزو جرمونو په تړاو ۲۳۰ مظنون او تورن کسان په نښه شويدي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د کابل په ګډون د ۱۹ ولایتونو څخه لویې څارنوالۍ ته د ټاکنیزو جرمونو ۸۱ دوسیې رسېدلي چې د دغو دوسیو په تړاو ۲۳۰ تنه مظنون او تورن تر اوسه په نښه شوي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه چې پهدې تورنو کسانو کې ۲۲ تنه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکي، ۳۲ تنه دولتي کارکوونکي، ۴ تنه د ولسي جرګې د ټاکنو نوماندان او ۱۵۵ تنه عام وګړي دي.
د لویې څارنوالۍ چاواکي دا هم وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او د لویې څارنوالۍ تر منځ هوکړهلیک لاسلیک شوی چې لهمخې یې دا روښانه کېږي چې کوم ډول درغلۍ د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون او کوم ډول یې بیا لویې څارنوالۍ پورې اړه لري.





