د فاریاب په ۹ ولسوالیو کې نوماندان کمپاین کولی نه‌شي

له فاریاب ولایته ولسي جرګې ته نوماندان وايي، د ۹ ولسوالیو لارو بندښت له امله په یادو ولسوالیو کې ټاکنیز کمپاینونه کولی  نه‌شي.

د دوی په وینا، د دې ولایت مرکز (مېمنې) ښار پرته په ولسوالیو کې ورته ټاکنیز کمپاینونه ناشوني دي.

دوه نوماندان محمدحسن سرداش او احسان‌الله قووانچ وايي، د فاریاب ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او د ځمکې له لارې هېڅ څارونکی یادو ولسوالیو ته لېږلی نه‌شي.

خو په فاریاب کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مسوول عبدالرحمان فرید سلام‌وطندار ته وویل چې د امنیتي ستونزو له کبله د ۱۱۱ ټاکنیزو مرکزونو له ډلې ۲۹ تړل شوي او ۸۲ نور یې فعال دي.

فرید له نوماندانو غواړي چې خپلې ستونزې له امنیتي چارواکو سره شریکې کړي.

بلخوا د فاریاب د والي ویاند عبدالکریم یورش هم په یادو ولسوالیو کې امنیتي ستونزې مني، خو وايي ډېر ژر به د چاڼیزو عملیاتو له لارې شته ستونزې حل شي.

د فاریاب ۱۹۰ زرو اوسېدونکیو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره نوم‌لیکنه کړې، خو دا به وروسته روښانه چې د ټاکنو په ورځ به څو کسان د رایې ورکولو له‌پاره د رایې‌اچونې مرکزونو ته لاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام