ناامنیو د بغلان ښځینه نوماندانو ته ستونزې پيداکړې‌دي

د بغلان ولایت ځېنو سیمو کې ناامنۍ او د دې ولایت لویو لارو کې د طالبانو پراخ حضور د دې لامل شوې‌دي چې په بغلان کې د ولسي جرګې ټاکنو ته ښځینه نوماندانې د خپلو پروګرامونو وړاندې کولو له‌پاره د دې ولایت ولسوالیو ته سفر ونه‌شي کړای.

بغلان کې د ولسي جرګې ټاکنو ته نومانده حمیرا کهزاد وايي، ښځینه نوماندانې د امنیتي ګواښونو له امله د دې ولایت د لېرو پرتو کلیو اوسېدونکیو سره لیده کاته نه‌شي کولي.

د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین هم وايي، ناامنۍ دې ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د ښځینه نوماندانو پر وړاندې ستونزې جوړې‌ کړې‌دي او په همدې اساس په لېرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې ټاکنیزې مبارزې نه‌شي کولی.

هاخوا د بغلان امنې قومندانۍ امنیت امر وحیدالله نظامي وايي، امنیتي ځواکونه پوره چمتووالی لري چې د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو امنیت تامین کړي.

«۸۸ شمېر نوماندان چې دي، موږ ورته درناوی لرو، امنیت مو ورته ټینګ کړی دی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د همغږۍ ریاست د مهال وېش په مطابق، ۸۷۵ ټاکنیز سایټونه لرو، چې ښځینه او نارینه‌ پولیس ځواکونو ورته بشپړ چمتوالی نیولی دی.

له ټول بغلانه ولسي جرګې ته ۸۸ تنه نوماند دي چې له دې ډلې یې ۱۱ هغه ښځې دي چې له‌ دوی به یوازې ۲ ولسي جرګې ته لاره پیداکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام