عظيمي: که پرېکړې سمې پلې شوې وای، د ټاکنو برخليک بدلېده

د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسيون مرستيال مولوي دین‌محمد عظيمي ويلي، که چېرې د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري پرېکړې سمې پلې شوې وای، ۶۵ نه تر ۸۰ زرو پورې رايې باطلېدې او د ټاکنو برخليک بدلېده.

له ياد کميسيون نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کميسيون غړيو نن د مدني ټولنو له بنسټ(مجما)، (ابرار) او د ملي ډيموکراټيک انسټيټيوټ له مسوولانو سره ليدلي دي.

د يادې اعلاميې پر بنسټ  د ياد کميسيون رييسې زهرې بيان شينوارې په دې ليدنه کې ويلي چې ياد کميسيون خپلې ټولې دندې د ټاکنيزو طرزالعملونو په رڼا کې او د قانون په چوکاټ کې سر ته رسولې دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون مرستيال مولوي دین‌محمد عظيمي هم ويلي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون پرېکړې د دواړو کميسيونونو د طرزالعمل مطابق نه دي پلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له نږدې پنځو میاشتو ځنډ وروسته برحال ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام