د ولسي جرګې ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو دریځ

د سیاسي ګوندونو یوشمېر استازي وايي، د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي چې د یادې پروسې مشروعیت ته یې زیان اړولی دی.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې ټاکنو مدیریت چې په ۲ ورځو کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې وشوې، بریالی او د قناعت وړ بولي.

سیاسي ګوندونو په یوې خبرپاڼې کې لیکلي چې د ټاکنو بهیر کې بې‌نظمي، په یوشمېر ټاکنیزو مرکزونو کې د بایومټریک نه‌کارول او په خپل وخت د یوشمېر مرکزونو نه‌پرانستل، په یادې پروسې کې اصلي ستونزې وبللې. ګوندونو دغه راز لیکلي چې په ټاکنو کې شته نیمګړتیاوې او ستونزې له دې امله وې چې د ټاکنو کمېسیون د ګوندونو طرحه په پوره ډول منلې نه وه.

 ملي ـ اسلامي جنبش غړی خان‌محمد وحدت وايي، که څه هم ګوندونو په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون هرکلی کوي، خو دغې پروسې کې داسې ستونزې او نیمګړتیاوې هم وې چې د ټاکنو مشروعی تر پوښتنې لاندې راولي.

ګوندونه د ټاکنو له کمېسیونه غواړي چې د هغو مرکزونو رایې باطلې اعلان کړي چې له بایومټریک سېسټم نه په‌کې ګټه اخیستل شوې نه وي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون که څه هم د ټاکنو مدیریت برخې کې ځینې ستونزې او کمۍ مني، خو وايي توانېدلي چې پر کمېسیون د خلکو باور ډېر کړي.

د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له مخې، د ولسي جرګې په سږنیو ټاکنو کې شاوخوا ۴ میلیونو کسانو ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولانو او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم په ټاکنو کې پر شویو درغلیو او نیمګړتیاوو نیوکې کړې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام