
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجانعبدالبدېع صیاد وايي، پهدې مرکز کې داسې سېسټم لګېدلی چې لاسوهنه پهکې نهکېږي او کمېسیون به په بشپړې روڼتیا پاکې رایې له ناپاکاو هغو بېلې شي.
نوموړي چې د دغه مرکز په پرانستغونډې کې یې خبرې کولې وویل چې له ټولو ټاکنیزو مرکزونو نه د رایو صندوقونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونو ته راوړل شوي او د کابل ولایت د رایو پاکولو بهیر به نن پیل شي.
د راپورونو له مخې د ولسي جرګې دوه ورځنیو ټاکنو پرمهال، په یوشمېر ټاکنیزو مرکزونو کې رایورکوونکي بایومټریک شوي نهدي.
د ټاکنو کمېسیون رییس زیاتوي، بایومټریک سېسټم د هېواد په کچه تر ۲۰ سلنه زیاتو ټاکنیزو مرکزونو کې کارول شوی نهدی او د دې کمېسیون کارکوونکي هڅه کوي چې د یادو مرکزونو رایې په دقت ارزیابي او وشمېرې.
د صیاد په وینا، د رایو شمېرلو او د پاکو رایو له ناپاکو هغو د پېژندلو او بېلولو لهپاره ځانګړی مېکانېزم لري چې له مخې به یې د هېواد په کچه ټولې کارول شوې رایې ارزیابي او وڅېړل شي.

نوموړی زیاتوي، د هغو صندقونو رایې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکیو او نورو څارونکو لاسلیکونه پرې شوي نهوي، وبه یې نهمني.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په ۲۸ او ۲۹مې نېټې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې له ځینو نیمګړتیاوو سره وشوې چې د عامو خلکو په ګډون، د څارونکو بنسټونو او یوشمېر حکومتي چارواکو له نیوکو سره مخ شوې.





