۵۰ زره سرتېري د ټاکنو ورځې امنیت نیسي

د کورنیوچارو، ملي دفاع او غوڅ ملاتړ ځواکونو نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د ټاکنو ورځې له‌پاره د بشپړ امنیتي چمتووالي خبر ورکړ.

د کورنیوچارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د رای‌اچونې مرکزونو او محلونو کې یې د امنیتي ځواکونو ځای‌پرځای کولو چارې نن سهار پیل کړي او د تلې میاشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي.

د نوموړي په وینا، ۵۰ زره سرتېري به د ټاکنو ورځې امنیت نیسي او د اړتیا پرمهال به نور هم زیات شي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد وايي، له نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د ټاکنو ورځې امنیت خوندیتوب له‌پاره کار کوي او د ځمکنیو ځواکونو ترڅنګ به هوايي ځواکونه هم د خلکو او ټاکنیزو مرکزونو امنیت نیسي.

د امنیتي ادارو مسوولان زیاتوي، د ټاکنو پروسې د امنیت مدیریت د افغان ځواکونو پرغاړه دی.

بلخوا افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند کانت پېټر وايي، د ټاکنو پروسې اړوند ټولې امنیتي چارې د افغان ځواکونو پرغاړه دي او د غوڅ ملاتړ ځواکونه به په‌کې هېڅ رول ونه لوبوي.

د کورنیوچارو وزارت مسوولانو په خبره، امنیتي ځواکونه د رای‌اچونې پرمهال د محلونو او مرکزونو امنیت ساتنې له‌پاره ۳ کمربندونه جوړوي چې لومړی به یې ټاکنیزو محلونو او مرکزونو ته نږدې، دویم د یادو مرکزونو په شاوخوا ۴۰۰ مترۍ کې جوړ شي او درېیم هغه به یې سیارې ګزمې ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام