د لغمان له درېیمې برخې نه ډېرو مرکزونو کې نوم‌لیکنه نه‌ده شوې

لغمان کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مشر نورالدین فطرت سلام وطندار ته وویل، دغه ولایت کې ټول‌ټال ۱۲۴ مرکزونه وو چې په ۴۵ کې یې د امنیتي ګواښونو له امله نوم‌لیکنه نه‌ده شوې.

دی وايي، له پاتې ۷۹ مرکزونو  ۱۸ یې هم د منځنۍ کچې تر امنیتي ګواښ لاندې دي.

لغمان کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر رییس د معلوماتو له‌مخې، لغمان کې د ۴ زرو او ۷ سوو څلوېښتو کوچیانو او یو سکهـ په ګډون  ۱۷۰ زره ۶سوو او ۴۸ کسانو په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره نومونه ثبت کړي‌دي.

له لغمانه ولسي جرګې ته  ۳۳ کسانو ځانونه نومولي چې څلور په‌کې مېرمنې دي.

لغمان په ولسي جرګه کې څلور څوکۍ لري چې یوې ته یې ښځینه وکیله ورځي.

په همدې حال کې د لغمان امنیه قوماندان مل‌پاسوال عبدالروف ارزګاني سلام وطندار ته وویل، د ټاکنو ورځې د ښه امنیت له‌پاره یې ځانګړي تدبیرونه نیولي دي. د ده په خبره، درې ګونې قواوې تیارې دي او په خبره یې، ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په ټول توان داسې فضا رامنځته کوي چې په ډاډه زړه رایه ورکړي.

چارواکي وايي، د لغمان ځېنو لېرو پرتو سیمو، په تېره بادپښ ولسوالۍ ته د ټاکنیزو موادو لېږد د ځمکې له لارې ستونزمن دی او په وینا یې، اړ دي چې د هوا له لارې یې ولېږدوي.

د لغمان اوسېدونکي سیف الرحمان او حمیدي که څه هم د ولسي جرګې تېرو دورو له ځېنو وکیلانو خوښ نه‌دي؛ خو وايي، د خپلو حقونو خوندیتوب له‌پاره به په هر ډول شرایطو کې رایه ورکوي.

لغمان کې بیا تر اوسه د نوماندانو په کمپایني غونډو کې د کومې ناوړه پېښې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

ټاکل شوې، د ولسي جرګې ټاکنې درې ورځې وروسته را روانه شنبې د تلې میاشتې پر ۲۸ مه نېټه کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام