له نوماندانو د کابل‌ښاریانو شکایت

کابل‌ښاریان د نوماندانو له لوري د دوی پر دروازو او دېوالونو له تصویر راځړولو ناخوښه دي او وايي چې باید د ټاکنیزو سیالیو پرمهال ښاري اصول په پام کې ونیسي.

د دوی په وینا، هغه سریښ‌لرونکي توکي چې پر تصویرونو لګېدلي، د تنفس او پوستکي ناروغیو لامل کېږي او نوماندان باید په‌دې برخه کې د خلکو حقونو ته درناوي وکړي.

د ټاکنیزو سیالیو د هرې ورځې په تېرېدو کابل ښار کې د نوماندانو تصویرونه او تبلیغاتي بنرونه ډېرېږي او د تبلیغاتو اړوندو ځایونو پرځای یې د خلکو پر دېوالونو، دروازو، د برېښنا پر پایو او نورو عامه ځایونو لګوي.

د کابل ښار اوسېدونکي نوروز او عبدالحمید پر نوماندانو او د هغوی پر پلویانو نیوکه کوي او  وايي، د ټاکنیزو سیالیو پرمهال یې کابل‌ښاریانو ته سرخوږی جوړ کړی او باید د خلکو حقونو او ښاري اصولو ته پام وکړي.

په همدې حال کې د پوستکي ناروغیو متخصص راشد رامز هم د کابل‌ښاریانو اندېښنې پرځای بولي او وايي، په تصویرونو او بنرونو کې شته سرېښناکه ماده کېمیاوي توکي لري او د تنفسي ناروغیو ترڅنګ، د سترګو او پوستکي ناروغیو لامل هم کېږي.

ولسي جرګې ته د نوماندانو ټاکنیزو سیالیو له پیل سره سم پر نوماندانو د کمپاین په بڼه د خلکو نیوکې هم ډېرې شوي، خو داسې ښکاري چې یاد نوماندان د خلکو غوښتنو ته چندان غوږ نه نیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام