د فاریاب ۳ ولسوالیو کې د ولسي جرګې ټاکنې نه کېږي

فاریاب کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر عمومي مدیر شکر محمد وايي، د امنیتي ګواښونو له امله د دغه ولایت غورماچ، کوهستان او بلچراغ ولسوالیو کې د ولسي جرګې ټاکنې نه کېږي.

نوموړی همدارنګه وايي، دولت‌اباد، شېرین‌تګاب، خواجه‌سبزپوش، المار، او ګرزیوان ولسوالۍ هم تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.

د هغه په وینا، یوازې د دغو ولسوالیو په مرکزونو کې د رایو ورکولو مرکزونه فعال دي او بس.

د غورماچ ولسوال میرویس داودزی سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او د رایو ورکولو هېڅ کوم مرکز په کې فعال نه‌دی.

ښاغلی داودزی زیاتوي، دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۴ زره کسانو د ولسي جرګې ټاکنو کې د ګډون له‌پاره نوم‌لیکنه کړې وه؛ خو اوس د ناامنیو له امله خپله رایه ‌ نه‌شي کارولی.

د فاریاب والي ویاند جاوید بیدار وايي، بلچراغ او غورماچ ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې دي او کوهستان ولسوالۍ ته غځېدلې لاره کې هم د طالبانو حضور پراخ دی چې په همدې دلیل امنیتي ځواکونه هلته امنیت نه‌شي ټینګولی.

سره له دې چې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو ته یوازې دوې ورځې پاتې دي؛ خو د فاریاب په ولسوالیو کې د ورځې په تېرېدو سره امنیتي وضعیت ترینګلی کېږي او دغو ولسوالیو کې د رایو ورکولو مرکزونه یو په بل پسې د تړل کېدو په حالت کې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام