پر سراسري ټاکنو د سیاسي ګوندونو او بهیرونو ټینګار

د یوشمېر سیاسي ګوندونو او بهیرونو مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د ولسي جرګې ټاکنو بایومټریک او سراسري کولو غوښتنه وکړه.

دوی پر ټاکنو کمېسیون غږ وکړ، په هغو سیمو کې چې انټرنېټي او برېښنايي اسانتیاوې شته، ټاکنې په انلاین ډول وکړي.

دغه راز یې د ټاکنو کمېسیون مرکزي سرور او ډېټا نه د مدني بنسټونو او ګوندونو بشپړې څارنې ته د اسانتیا پر برابرولو ټینګار وکړ او دا یې د راتلونکیو ټاکنو روڼوالي له‌پاره مهم وباله.

د جمعیت ګوند غړي نوررحمان اخلاقي چې د سیاسي ګوندونو او بهیرونو پرېکړه‌لیک یې لوست وویل، هغو سیمو کې چې د بایومټریک له مخې ټاکنې ونه‌شي او دغه راز تکراري رایې دې باطلې اعلان شي.

په همدې حال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړي همایون جریر بیا د ټاکنیز سېسټم پر بدلون ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له بایومټریک سېسټمه باید په ښه ډول ګټه واخیستل شي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو په پرېکړه‌لیک کې لیکل شوي، د ټاکنو کمېسیون باید د بایومټریک دستګاوو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي چې د یاد سېسټم په ګټو او ارزښتونو پوه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام