د رایو د بیا شمېرنې طرحه به په دوه ورځو کې د ټاکنو کمیسیون ته وسپارل شي

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړي وايي، د دغه کمیسیون دارالانشاء په داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وکولای شي د بیا شمېرل کېدونکيو محلونو پروسه مخکې یوسي.

دوی وايي، ټاکل شوې د رایو اچونې ۲ زره، ۹ سوه او ۳۸ محلونه بیا وشمېرل شي چې دغه محلونه تر ډېره په ننګرهار، پکتیا، نیمروز، کونړ او هلمند کې دي. په کابل، کندهار او خوست ولایتونو کې لا هم د بیا شمېرنې لپاره محلونه نه دي په ګوته شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی او ویاند محمد قاسم الیاسي وايي، د شکایتونو کمیسیون دارالانشاء د رایو بیا شمېرنې لپاره پر یوه طرحه کار کوي او دغه طرحه به تر راتلونکيو دوو یا درېیو ورځو د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره شریکه شي.

دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند د دغې طرحې له جوړېدو موخه د ټاکنیزو کمیسیونونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د بیا شمېرنې په پروسه کې له نیمګړتیاوو  مخنيوی ښودلی دی.

الیاسي زیاته کړه چې تر پرون پورې د هېواد په نهو ولایتونو کې د ولایتي کمیسیونونو د پرېکړې په تړاو ۳۹۱ اعتراضونه او استیناف غوښتنې ثبت شوي او ډېره برخه یې په لغمان، پنجشېر، بدخشان، سرپل، غور، دایکندي، روزګان، زابل او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د ویاند په خبره، په اتو ولایتونو کې به هېڅ راز بیا شمېرنه نه کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاندویانو له ډلې عبدالعزیز ابراهیمي سلام وطندار ته وویل چې د بیا شمېرنې د څرنګوالي او محلونو د ټاکنې په اړه یې د شکایتونو کمیسیون نه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

ابراهیمي زیاته کړه چې د بیا شمېرنې پروسه عملیاتي پروګرام ته اړتیا لري او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید دغه پروګرام د ټاکنو کمیسیون په واک کې ورکړي.

په ورته حال کې، د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د پروګرامونو رییسه صغرا سعادت  سلام وطندار ته وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو ترمنځ همغږي نشته او دغه نه همغږي به د ټاکنیز مهالوېش تر پښو لاندې کېدو سبب شي. نوموړې زیاتوي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو بې غوري پر ټاکنو د څاروونکيو بنسټونو د اندېښنو سبب شوی دی.

د تلې د شپږمې نېټې ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ګڼ اعتراضونه راوپاول. د ولسمشریزو ټاکنو ډېر کاندیدانو پر ټاکنو کمیسیون تور پورې کړ چې د یوه مشخص کاندید په ګټه کار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام