د ټاکنو کمېسیون: سبا د شکمنو او له وخته بهر رایو ځانګړی تفتیش پیلېږي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړو پلي کولو په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر منځ دوه‌ورځني بحثونه په یوه پرېکړه پای ته ورسېدل.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب‌الرحمان ننګ سلام‌وطندار ته ویلي چې دوی د ځانګړې پلټنې لپاره روښانه فورمول موندلی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه پرېکړه وکړه چې د ۱۳۷ زره شکمنو رایو له ډلې به ۱۰ سلنه او د ۱۰۲ زرو له وخت وروسته اچول شویو رایو نه به ۱۵ سلنه په ځانګړي ډول پلټي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه پرېکړه له ۶ ورځو بیروکراټیکو هلو ځلو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورسېده.

دغه پرېکړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما، څاروونکیو بنسټونو او ټاکنیزو ټیمونو په ګډون، د ګڼو بنسټونو له ډول ډول غبرګونونو سره مخ شوه.

څارونکي وايي، د دغې پرېکړې عملي کولو لپاره روښانه فورمول نه دی جوړ شوی.

خو اوس د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس وايي، یاد فورمول ترلاسه شوی او سبا پنجشنبه به ځانګړې پلټنه پيل شي.

که څه هم نوموړي دا جزیات نه ورکوي چې یاد فورمول به څه ډول عدالت پلی کړي، خو زیاتوي چې د ټکنالوجۍ په وسیله د یاد فورمول له مخې، د رایو بېلګې اخلي او پر بنسټت یې پلټنه کوي.

ټاکل شوې وه چې نن چهارشنبه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د ځانګړې پلټنې لړۍ پیل کړي، خو داسې ونه شوه.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرايوي رییس یوسف رشید که څه هم د سلواغې د ۱۶مې نېټې په پلي کولو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو پر ځنډ نیوکه کوي، خو د کمېسیونونو د ګډې هوکړې هرکلی کوي.

هغه وايي، کمېسیونونه باید له څارونکیو بنسټونو او خلکو سره د خپلو بحثونو پایله شریکه او د کار د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړي.

شکمنې او د ټاکنو له ټاکلي وخت وروسته اچول شوې رایې د ټاکنیزې لانجې دوه ستر لاملونه دي.

اوس هم لا روښانه نه ده چې ټاکنیز کمېسیونونه به د ۱۳۹۸ کال د ټاکنیزې لانجې د حل لپاره کومې پایلې ته ورسېږي او که نه.

اړوند مطالب:

سبا د ۳۰۰ زرو لانجمنو رايو بيا شمېرنه او ځانګړی تفتیش پيلېږي

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون: د ۱۴۱۲ محلونو رایې ځانګړې پلټنې ته لېږل کېږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام