د ټاکنیزو کمېسونونو ټول غړي ګوښه شول

افغان ولسمشر اشرف غني د ټاکنو قانون کې له بدلون وروسته د یو فرمان په صادرولو سره د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسونونو مشران او غړي له دندو ګوښه کړي.

ویل کېږي چې د چارو د ځنډ او خنډ د نه مخنیوي له‌پاره د دواړو کمېسونونو د دارالانشا مشران سرپرستان شوي‌دي.

د ولسمشر فرمان کې راغلي چې د ټاکنو نوي قانون د ۱۳ مادې له‌مخې، سیاسي ګوندونه او د ټاکنو اړوند مدني ټولنې د دې قانون د ۱۲ مادې شرایطو سره د برابرو کسانو اسناد د سلواغې له ۲۷ تر اوو ورځو ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلی شي چې له هغو د ټاکنو کمېسونونو غړي او مشران وټاکل شي.

له بلې خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته استولي غږيز کلېپ کې ویلي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي او مشران ولسمشر له دندو نه‌دي لرې کړي، بلکې د نوي قانون له‌مخې لېرې شوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام