«ښایي سږکال ولسمشریزې ټاکنې ناشونې وي»

د ټاکنو څار ځېنې بنسټونه وایي چې د ولسمشریزو ټاکنو له‌پاره پوره چمتووالی نه‌شته او دا شونې ده چې سږکال دې ټاکنې وشي.

 د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا مشر نعیم ایوب‌زاده وایي، ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدلو په اړه بې‌نظمي، د منظم پلان نه‌شتوالی، د ټاکنو کمېسیون غیرعملي طرحې او د افغان‌حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ نه پوهاوی او نور لاملونه ښيي چې سږکال به د ولسمشري ټاکنې ونه‌شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوي مشرتابه پلاوي د ولسمشري او ورسره نورو ټاکنو له‌پاره د روان کال د تلې میاشتې ۶ نېټه اعلان کړې‌ده.

دغه راز د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید هم وایي چې سږکال د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو په اړه اندېښنه زیاتې دي. د ده په وینا، د ټاکنو کمېسیون په‌خپلو اړوندو کارونو کی شا ته پاتی دی.

دی زیاتوي، د دې ترڅنګ نړۍوالې ټولنې هم د ټاکنو بوديجه نه‌ده ورکړې او د ټاکنو ټول لګښت د حکومت پر غاړه دی؛ نو ځکه خو پر ټاکلې نېټې د ولسمشري ټاکنو ترسره کېدل ناشوني برېښي.

خو د ټا کنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات وایي چې د کمېسیون  کار سم راوان دی او حکومت د بودجې د ورکولو ژمنه کړې چې ۲۰ سلنه بودیجه له اوسه کمېسیون ته سپارل شوې هم ده.

دی زیاتوي، د رایورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر ـ چې ډېر وخت او لګښت غواړي ـ  د ترسره کېدلو اړتیا یې ځکه نه‌شته چې پخوانی نوم‌لړ کې یې سمونې راوستي او دوی ژمن دي چې د ولسمشرۍ او نورې پاتې ټاکنې به پر ټاکلې نېټه وکړي.

هاخوا بیا ولسمشرۍ ته نوماندانو په وار ـ وار غوښتنه کړې‌ده چې ولسمشریزې ټا‌کنې باید پر ټاکلې نېټه وشي.

ولسمشرۍ ته نوماند محمدحنیف اتمر د ټاکنیز ټیم مرستیال ویاند محمد واعظي وایي، تمه لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به ټاکنې سمې مدیریت کړي او په ټاکلې نېټه به یې ترسره کړي.

دی زیاتوي، که دا چاره له خنډ یا ځنډ سره مخېږی؛ دا به بیا سیاسي وضعیت کړکېچن کړي. دوی له خپل وخت وروسته کېدونکې ټاکنې نه مني.

پر ټا‌کلې نېټه د ولسمشریزو ټاکنو نه ترسره کېدو په اړه څو ځله اندېښنی ښودل شوې‌دي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تل دا اندېښنې بې‌ځایه ګڼلې دي.

 ولسمشر محمد اشرف غنی هم په ټینګار سره ویلي چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو نېټې ټاکلو واک لري؛ خو د ۱۳۹۸ کال د تلې ۶ باید وروستۍ نېټه وي او له دې نېټې د ټاکنو شا ته لوېدل ورته د منلو نه‌دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنو له‌پاره لومړی د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې ۳۱ نېټه ښودلې وه چې وروسته یې دا نېټه د همدې کال د چنګاښ ۲۸ ته و ځنډوله؛ خو وروسته بیا دا نېټه هم د تلې میاشتې ۶ ته وځنډېده.

ورته مطالب:

د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ بودیجه ۱۹۲میلیونه ډالر اټکل شوې

«که نړیوال د ټاکنو لګښت ور نه‌کړي، مالیې وزارت یې ورکوي»

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام