
په ولسي جرګه کې د کابل ولایت دري دیرشو او د پکتیا پنځو تازه استازيو د ولسي جرګې له پرانیستلکېدو ۱۹ ورځې وروسته نن په ارګ کې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
ولسمشر غني په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ولسي جرګې ټاکنو کې د خلکو ګډون حماسه وبلله او ویې ویل، خلکو هېڅ ډول ګواښ او وېرې ته سر نه دی ټيټ کړی او په بریا سره د رایو صندوقونو ته تللي دي.
خو ولسمشر غني د تېر کال د تلې ۲۸مې او ۲۹مې ټاکنو مدیریت ناورین بولي او وايي، په هېڅ دیموکراتیک نظام کې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې په ۷ میاشتو کې نهدې اعلان شوي.
ولسمشر غني یو ځل بیا د درېګونو قواوو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د افغانستان پرمختګ د درېګونو قواوو پر ګډ کار پورې تړلی دی.
اړوند مطالب:
د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې نه باطلېږي

ولسمشر غني د ملي شورا اووهلسمې دورې له غړیو وغوښتل چې د ټاکنو پر قانون کار وکړي چې د احتمالي ناورین رامنځتهکېدلو مخه ونیول شي.
ولسمشر غني دغه راز، په ولسي جرګه کې د غزني استازیو نخشتوالی یوه تشه وبلله او د ټاکنو له کمېسیونه یې وغوښتل چې د ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای د غزني ټاکنې هم ترسره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسي جرګې ته د پکتیا د ټاکنو پایلې د ملي شورا له پرانیستنې دوه ورځې وروسته د غوایي پر نهمه او د کابل حوزې پایلې د ملي شورا له پرانیستنې ۱۸ ورځې وروسته اعلان کړې.
د ملي شورا اووهلسمه دوره د کابل له استازیو پرته د غوایي پر ۶مه ولسمشر غني پرانېستله.





