د غور ځېنو ولسوالیو کې ټاکنیزې مبارزې نه‌دي پیل شوي

د غور مرکز فیروز کوه او د لعل‌اوسرجنګل ولسوالۍ هغه سیمې دي چې د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماندانو له تېرو شپږو ورځو راهیسې په‌کې ټاکنیزې مبارزې پیل کړي؛ خو د دې ولایت په پاتې ۸ ولسوالیو کې ټاکنیزې مبارزې نه‌دي پیل شوي.

غور کې د ولسي جرګې ټاکنو ته دوه نوماندې عزیزه افضلي او ګل‌فروز غفوري وايي، دوی د امنیت نه‌شتوالي او ټولنیزو ستونزو له امله نه‌دي توانېدلي چې د دې ولایت ولسوالیو ټاکنیزې مبارزې وغځوي.

د دوی په وینا، د امنیتي ستونزو ترڅنګ، قومي او ستمي شخړې هغه ستونزې دي چې د دوی ټاکنیزو مبارزو پر وړاندې خنډ شوې‌دي.

دا نوماندان په ورته وخت کې وايي، لومړی خو په ځېنو ناامنو سیمو کې ټاکنیز مرکزونه نه‌شته، که په کوم ځای کې مرکزونه پرانیستي هم وي؛ یوازې د دې له‌پاره وي چې د یو نوماند په ګټه درغلي وکړي.

د غور مدني فعالان هم وايي، که‌چېرې دولت غور کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیزو مبارزو له‌پاره زمینه برابره نه‌کړي؛ خلک به د خپل سیاسي ګډون له حقه محروم شي.

د مدني ټولنې غړی محمد وزیر نوراني وايي، د دوی راپورونه ښيي چې طالبان د دې ولایت په پراخو سیمو کې حضور لري او ان ټاکنیزو کمپاینرانو ته یې د معمولي تبلیغاتو اجازه هم نه‌ده ورکړې.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي هم وايي، دې ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو ته ټولو نوماندانو د قوم په اساس نوم‌لیکنه کړې او ټاکنیزو کمپاینونو ته اړتیا نه‌لري او که‌چېرې کوم نوماند وغواړي په یوه مشخصه سیمه کې ټاکنیزې سیالۍ وکړي؛ امنیتي ځواکونه یې امنیت تامینوي.

غور ولسي جرګه کې ۶ څوکۍ لري چې دوې یې ښځو پورې تړاو لري. په غور کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر وايي چې دا ځل په‌دې ولایت کې ۳۰ تنو ځانونه نوماند کړي چې ۵ یې هم پنځه ښځې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام