
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي محمدحنیف دانشیار نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تر راتلونکیو درې یا څلورو ورځو به د ولسمشري ټاکنو وروستۍ بایله اعلان کړي.
دانشیار ټینګار کوي چې د سیاسي بهیرونو فشار د ټاکنو پر وروستۍ پایلې اغېز نه کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه غړی وايي، ترسره شوې څېړنه او تفتیش ښيي چې ۹۵ سلنه رایپاڼې او بایومټریکي معلومات سم دي.
د دانشیار په خبره، د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر په ځینو ولایتونو کې بشپړ شوی او د نن ورځې تر پایه ښايي دا بهیر په ټولو ولایتونو کې پای ته ورسېږي.

خو اجراییه رییس او د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له درغلیو ډکې پایلې ورته د منلو نه دي.
د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم پخوا هم پر ټاکنو خپلواک کمېسیون د یواړخیزه اقداماتو تور پورې کړی و او خبرداری یې ورکړی و، که وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، د ۳۰۰ زره لانجمنو رایو د اړوندو محلونو د ځانګړې بیاشمېرنې او تفتیش بهیر تحریموي.
اړوند مطالب:
د ټاکنو کمېسیون: سبا د شکمنو او له وخته بهر رایو ځانګړی تفتیش پیلېږي





