له بایومتریک سیستم پرته کارول شوې رایې باطلې اعلانېږي

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولانو نن کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د بایومتریک سیستم له پېژندنې او د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوم‌لیکنې نوم‌لړ پرته کارول شوې رایې اعتبار نه‌لري.

د شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني وویل، که‌چېرې په کره سندونو ثابته شي چې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکیو او مدیرانو غفلت یا ټاکنیز جرم کړی؛ د قانون له‌مخې د عدلي تعقیب په موخه عدلي او قضایي څانګو ته ورپېژندل کېږي.

له‌‌دې وړاندې داسې راپورنه خپاره شوي‌وو چې په ځېنو مرکزونو کې بایومتریک سیستم کار نه‌دی کړی او یو شمېر رایو ورکوونکیو د ګوتې له نښه کېدو پرته رایې کارولې دي چې په‌دې اړه د ټاکنو څار ځېنو بنسټونو او ولسي جرګې ته نوماندانو غبرګون ښودلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام