
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن اعلان وکړ چې په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې به د هېواد په کچه د رایاچونې ۲۰۰۲ مرکزونه د ناامنیو له امله تړلي وي.
د دغه کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ وايي، په هېواد کې د ټولټال ۷۳۸۵ له ډلې به د ټاکنو په ورځ یوازې ۵۳۸۳ مرکزونه فعال او پاتې ۲۰۰۲ به یې د ناامنیو له امله تړلي وي.
د نوموړې په خبره، د یاد شمېر مرکزونو له ډلې ۴۰۶ یې په غزني کې دي چې ۲۴۷ یې فعال او پاتې ۱۵۹ یې غیرفعال دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې، د رایاچونې ګڼشمېر مرکزونه په فراه، کندوز، غزني، هلمند، جوزجان، زابل او سرپل ولایتونو کې تړلي دي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په فراه ولایت کې د رایاچونې ټولټال ۲۲۴ مرکزونه شته چې ۵۰ یې فعال او ۱۷۴ یې غیرفعال دي. دغه راز په کندوز کې ۲۲۰ مرکزونه دي چې ۹۸ یې فعال او پاتې ۱۲۲ یې غیرفعال دي.
په هلمند ولایت کې بیا ټولټال ۲۴۷ مرکزونه شته چې ۹۷ یې فعال او ۱۵۰ یې غیرفعال دي. په جوزجان کې هم د ۱۲۹ مرکزونون له ډلې ۶۰ یې فعال او ۶۹ یې غیرفعال دي.
په زابل کې بیا ۱۰۰ مرکزونه دي چې ۴۳ یې فعال او ۵۷ یې غیرفعال دي او په سرپل کې هم د رایاچونې ۱۴۹ مرکزونه دي چې د ټاکنو په ورځ به یې ۸۹ فعال او پاتې ۵۷ به یې تړلي وي.





