
د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته وویل، د ملي یووالي حکومت د ولسي جرګې ټاکنو کې د بېطرفۍ اصل تر پښو لاندې کړی او دی دې برخه کې معتبر اسناد لري.
د اجرایوي رییس په وینا، د حکومت له لوري د ولسي جرګې څوکیو وېشلو په تړاو تورونه لګول شوي؛ خو ده له هېڅ کوم نوماند څخه مادي او معنوي ملاتړ نهدی کړی.
لهدې مخکې ځېنو مدني بنسټونو هم، د افغانستان لهپاره د ډیموکراسۍ په نوم بنسټ ـ چې د ښاغلي غني ډلې له لوري مدیریت کېږي ـ تور پورې کړیو چې د ولسي جرګې ځېنو نوماندانو څخه ملاتړ کوي.
ښاغلی عبدالله زیاتوي، د ولسي جرګې دوو ورځو ټاکنو کې ډېر داسې موارد وو چې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د افغان ښاریانو د قناعت لهپاره ورته لاسرسی کړیوي.
جرایوي رییس د ولسي جرګې ټاکنو کې د هېوادوالو پراخ حضور د افغانستان دښمنانو او طالبانو ته سخت ځواب بولي او وايي، مخالفو ډلو د ټاکنو د ګډوډو په پار خپلې هڅې وکړې؛ خو و نه توانېدلي د ټاکنو بهیر ټکنی کړي.





