له ټول‌شموله حکومت نه د یوشمېر کابل مېشتو پښتنو ملاتړ

یو شمېر کابل مېشتو پښتنو او شخصیتونو د اجراییه ریاست په سپېدار ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال د عبدالله عبدالله په مشري د ټول‌شموله حکومت ملاتړ اعلان کړ.

د ولسي جرګې غړي الله‌ګل مجاهد په یاده غونډه کې خبرداری ورکړ چې د تقلبي حکومت د جوړېدو اجازه به ورنه کړي. مجاهد وویل، خلکو ثابته کړې چې هېڅوک پر دوی په زوره حکومت نه شي کولای.

دغه راز د هلمند پخواني والي امیرمحمد اخندزاده د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم د ملاتړ ترڅنګ اعلان وکړ چې افغانانو تمه لرله، څو د ټاکنو خپلواک کمېسیون به د دوی رایې امانت وګڼي، خو په وینا یې، کمیسیون له دغو رایو سره خیانت وکړ.

د ولسمشري ټاکنو د پایلو له اعلان راهیسې چې ولسمشر محمداشرف غني یو ځل بیا په‌کې بریالی اعلان شو، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو خلکو له دواړو مخکښو ټاکنیزو ډلو، دولت‌جوړوونکي او همپالنې ټیمونو د ملاتړ غونډې جوړې کړي او دواړه یو د بل نه منلو شعارونه ورکوي.

اړوند مطالب:

د سیاسي کړکېچ هوارولو لپاره هڅې لاهم روانې دي

د محمداشرف غني له بریا د کندوزیانو ملاتړ

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام